مسکو: په روسي شرکتونو او افرادو دامریکا بندیزونه بې ځوابه نه پرېږدو
کابل ټکى کام (شنبه، ۱۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر څو روسي افرادو او شرکتونو د امریکا له لوري وروستیو بندیزونو ته غبرګون کې ویلي، روسیه به دا بندیزونه بې ځوابه پرېنږدي.
امریکا د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پر یوه روسي شرکت او دغه راز ۱۷ کسانو باندې چې ورباندې د سایبري جرمونو تور وو بندیزونه لګولي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، که امریکا په دې اړه شواهد لرلی نو لومړی یې باید د دوی اړوندو ارګانونو ته د هغوی په اړه شکایت کړی وای، خو دا چې دوی وار له مخه بندیزونه ولګول؛ ښکاري چې واشنګټن نه غواړي مسکو سره ډیپلوماټیکې اړیکې وپالي او یا هم نه پوهېږي.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼه په حواله، د امریکا وروستی اقدام د جرمونو پر وړاندې مبارزه نه؛ بلکې پر روسیې یو بل تبلیغاتي برید دی چې بې ځوابه به پاتې نشي.
روسیه داسې مهال امریکا ته اخطار ورکوي چې د واشنګټن او تهران روابط هم دسیاسي کړکېچ وروستي حد ته رسېدلي او ژر ده چې یو پر بل نظامي برید وکړي.



