امريکا دې نور د طالب غولونې ناچله ميتود پرېږدي!!

غورځنګ
امريکا هر وخت د طالبانو د ځپلو لپاره د ولس غولونې پروسې په کار اچولې دي او کله يې په طالبانو يو تهمت لګولی او کله يې بيا پر بل تهمت متهم کړي دي خو کله چې ولسونو ته حقيقت څرګند شوی دی نو د طالب په خلاف د امریکا له لوري لګېدلي تورونه بلکل غير حقيقي ختلي او ټول ولسونه پوهېدلي دي چې دا د امریکا له لوري د طالب د بدنامۍ پروسه ده، بل هيڅ نه دي.
تقريباً له اتلس کاله جنګ وروسته ايله د امريکا جګړه اييز ماشين له سست شو او د جګړې پر ځای يې د سولې لاره غوره کړه، طالبانو هم دامريکا د دغې غوښتنې په مقابل کې شين کارت جګ کړ يعنې د سولې لپاره يې خپل پلاوی وټاکه او قطر ته يې ولېږه، که څه هم د طالبانو او امريکايانو تر منځ په دغه مذاکراتي پروسه کې د ښکيلو خواوو په شمول دواړو لورو ولسونو باور درلوده چې سوله به وشي او د دواړو لورو تر منځ به يو ډول رښتينی او داسې تفاهم وشي چې د ټولو په ګټه به وي، خو امريکا د خپلې هغې پاليسۍ له مخې چې د مستعمرو ملتونو لپاره يې لري؛ د غولونې ميتود خپل کړ او خليلزاد ته يې په لومړي سر کې لا لارښوونه وکړه چې افغان او نورو ولسونو ته طالبان د پرديپالو په حيث وروپېژني، تر څو په افغانستان کې د امريکا مهدفې ګټې خوندي واوسي او امريکا د طالب په خلاف جګړه چې په پرمختللو وسايلو يې ونه ګټله؛ له دې لارې وګټي او طالبان مات کړي.
خليلزاد هم بې له دې چې د سولې قواعدو او قوانينو ته سوچ او فکر وکړي، د امريکا خبره يې په خپلو غوږو کې کلکه ونيوه او د امريکا د پورتنۍ دسيسې په عملي کولو يې پيل وکړ، خو څنګه چې طالبان له نظامي لارې هم ښه مسلکي مهارتونه لري نو دغه ډول له سوله ييزې لارې هم مذاکراتي استعدادونه لري، نو له دې امله د امريکا دغه دسيسه ناچله او له کاره ولوېده.
کله چې دامريکا پورتنی چل ناکام شو نو دا ځل يې خليلزاد ته وويل چې پر طالبانو باندې د فشار راوړلو او د امريکايي وړانديزونه د منلو لپاره په پاکستان او سعودي کې مذاکراتي غونډې جوړې کړي، خليلزاد هم طالبانو ته دغه ډول وويل خو طالبانو د خپل ځراکت او ښه فهم له مخې دا دسيسه هم درک او په نطفه کې يې شنډه او خنثی کړه.
له دې وروسته ايله خليلزاد وپتېيله چې طالبان د غولېدو او خطا کېدلو خلک نه دي. نو ځکه يې طالبانوسره مخلصانه مذاکرات پيل کړل او ان دا يې هم وويل چې طالبان چې د مذاکراتو په وخت کې هره خبره کوي، د افغان ملت په ګټه وي.
له لسو مياشتو مذاکراتو وروسته ټرمپ په خپل ناڅاپي ټويټ مذاکرات په ټپه ودرول په داسې حال کې چې امريکايي مذاکراتي ټيم هم لا خبر نه ؤ، د سولې او مذاکراتو بندېدلو امريکا ته خورا زيانونه واوړول د امريکا ماضي او راتلونکې دواړه يې ورخرابې کړې او امريکا يې ټولې نړۍ ته سمه وروپېژندله.
خو له درې مياشتني توقف وروسته يې کله چې ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته راغی نو په باګرام هوايي اډه کې يې د مذاکراتي پروسې د پيل خبره وکړه او کله چې بېرته امریکا ته ورسېد نو يې خپل سوله ييز پلاوی لومړی کابل او بيا قطر ته ولېږه.
اوس چې مذاکرات بيا پيل شول او دواړو لورو ومنله، خو خلک لا هم ګومان کوي چې امريکا به مذاکراتو ته ژمن ونه اوسي، ځکه چې امريکا داسې په خپل تېر تاريخ کې داسې کومه وفا نه لري چې له مخې يې د مذاکراتو لپاره د ژمنتيا باور پرې وشي.
خو دا چې طالبانو همېشه امریکا ته دا ځواب په ځغرده ورکړی چې که امريکا جګړه غواړي نو دوی هم جګړې ته تيار دي، ځکه يرغل امریکا کړی، تاوان به هم د امریکا کېږي، نو په دې اساس که له جګړې څخه ستړي کېږي، نو امریکايي ځواکونه به ستړي کېږي. طالبان نه ستړي کېږي.
او که چېرته دا مذکرات هم د امريکا له لوري لغوه شي نو ټولې نړۍ ته امريکا داسې رسوا شي چې داسې رسوايي به يې په تېر تاريخ کې نه وي ليدلې، نو ځکه خو امريکا بايد نور د طالب غولونې ناچله ميتود پرېږدي او دسولې په باب دې دا ځل صادقانه قدم کېږدي.



