امریکا په دريو عراقي مشرانو اقتصادي بندیزونه لګولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي: عراق کې یې د ایران پلوو شیعه ملېشو په دريو مشرانو چې په وينا يې بشرضد سرغړونې یې کړې دي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د ياد وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د دوو میاشتو راهیسې د عراقي لاریونوالو د ځپلو او د بشر ضد سرغړونو کې د ايران په ملاتړ تورن په دغو دريو عراقي مشرانو کې د “اهل الحق” ليوا مشر “قیس الخز علي” او د هغه ورور “لیث الخز علي” چې د همدې ډلې جنګي قومندان دی هم شامل دي.

په ورته مهال د عراق په پلازمينې بغداد کې پرون د جمعې په ماښام لږ تر لږه ۱۸ کسان د ناڅرګندو وسلوالو له خوا وژل شوي چې څلور پکې پولیس دي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button