د هند په یوې فابريکه کې اورلګېدو له کبله ۴۳ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۷، يکشنبه)

د هند په پلازمينه نوي ډيلي کې په یوې فابريکې کې د اورلګيدو له کبله له څلوېښتو زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

تر اوسه په دغه فابريکه کې د ۴۳ کسانو د مړه کيدو او لسګونو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی چې ډیری يې روغتون ته پر لاسه ساه ورکړې ده.

چارواکي وايي، اور هغه مهال لګيدلی چې ډیری کارکوونکي د کارخونې منځ کې ويده و.

ځايي رسنۍ وايي، فابريکه د تنګو کوڅو په منځ کې جوړه شوې ځکه يې د اور وژنې ډلو کار سخت کړی دی.

د چارواکو په وینا، ښايي په پېښه کې اوښتې مرګ ژوبله تغير وکړي او تلفات زيات شي.

مربوطه مطالب

Back to top button