فارياب: د ځانګړو ځواکونو قومندان محمد خان ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۷، یکشنبه)
د فاريات ولايت امنیتي سرچينې وايي، چې د فارياب د ځانګړو ځواکونو قومندان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
د فارياب د امنیه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش وايي، چې نن يکشنبه د ليندۍ په ۱۷ نيټه طالبانو د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې محمد خان ته کمين ورکړی دی.
د يورش په وينا، د ځانګړو ځواکونو قومندان محمد خان احمدي غوښتل چې له شولګرې ولسوالۍ څخه فارياب ته ولاړ شي چې په لاره کې د طالبانو کمين سره مخ شوی.
نوموړی زياتوي، به دغه برید کې له محمد خان سره د یو ساتونکی وژل شوی، یو بل ټپي دی.
د طالبانو سيمه ييزو سرچينو تاييد کړې چې د ځانګړو ځواکونو قومندان په دغه بريد کې وژل شوی خو تر اوسه يې په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فارياب ولايت په زياته سيمه طالبان حاکميت لري او وخت ناوخت لويو لارو ته راوځي او په دولتي پوځي کاروانونو، چارواکو او عسکرو بريدونه کوي.



