پکتیا کې د یو سوداګر په نوښت د جلغوزيو د پروسس مرکز جوړيږي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۷، یکشنبه)
د هیواد سویل ختیځ چې د افغانستان د جلغوزیو تر ټولو ډېر برخه توليدوي، په لومړي ځل پکې د یوه پانګوال له خوا د ۶،۲ میلیونه ډالره په لګښت د جلغوزیو د پروسس ستر مرکز جوړیږي.
ددغه مرکز جوړونکی ‘حاجي محمد ګردیزی’ وايي ياد مرکز کې به د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو جلغوزي له پروسس وروسته دافغانستان په مارکه نړيوالو بازارونو ته صادریږي.
حاجي محمد ګردیزي رسنیو ته ویلي: “له دې وړاندې به د افغانستان جلغوزي پاکستان ته وړل کېدل او له هغه ځايه به د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېدل، خو د دې ډول مرکزونو د جوړېدو له لارې د جلغوزیو څخه لاس ته راغلي ډېر عوائد افغانستان ته راځي.”
د ياد مرکز د ارزښت په هکله د پکتیا ولايت د سوداګرۍ خونې رییس عبدالنصیر علمیار وویل چې دغه مرکز په کال کې د ۶۰ زره متریک ټنه جلغوزو د پروسس وړتیا لري او له حکومت یې وغوښتل چې بهر ته د دغې وچې میوې د قاچاق مخنيوی وکړي.
افغانستان چې د اقتصادي ودې په برخه کې زښت ډېر طبعي منابع لري، تل یې په حکومتونو له دې امله نيوکې کيږي، چې له شته فرصتونو څخه د هيواد د پرمختګ په برخه کې سالمه استفاده نشي کولی.


