شمالي کوریا: امریکایي ولسمشر ټرمپ شرپسنده او جنجالي شخص دی
کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د شمالي کوریا دولت د ټرمپ په وروستیو څرګندونو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، پیونګ یانګ د له لاسه ورکولو لپاره هیڅ هم نلري.
ټرمپ په یو ټویټ کې ویلي وو چې که چېرته شمالي کوریا د امریکا په ټاکنو کې مداخله وکړي نو ډېر څه به له لاسه ورکړي.
د شمالي کوریا دولت د نوموړي دې څرګندونو ته په اشارې ویلي، دوی د دې لپاره هیڅ هم نه لري چې له لاسه یې ورکړي.
کوریا دغه راز ټرمپ یو شرپسنده او جنجالي شخص بللی دی او زیاته کړې یې ده چې که چېرته ټرمپ پر خپل نظر غور ونکړي نو د دې هېواد رهبر به پر خپلو ژمنو له سره فکر وکړي.
د یادونې ده چې کيم جونګ اون او ټرمپ د تېر کال په سینګاپور کې سره ولیدل او د کوریا د اټومي وسلو پر سر یې یو بل سر ځینې ژمنې هم وکړې، ټاکل شوې وه چې دا خبرې به دوام وکړي خو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دا لړۍ درېدلې ده.
شمالي کوریا او امریکا داسې مهال یو پربل لفظي بریدونه کوي چې دې وروستیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي، ایران هڅه کوي چې اوس روسیې سره خپل روابط ټینګ کړي.


