يوناما: افغان حکومت لا هم د فساد په لویو قضيو محکوم کسان نه دي نيولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي (یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو ويلي افغان حکومت لا هم د فساد په لويو قضيو او جرمونو کې ښکېل کسان نه دي نيولي.
نوموړي فساد سره د مبارزې په برخه کې د څرګند پرمختګ پر اړتیا ټینګار کړی دی. او په دې برخه کې يې یوازې په شعارونو بسنه کول ناهيلي کوونکي ګڼلي دي.
ښاغلي یاماموتو ویلي، ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لیدلوری پیاوړی کوي. سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه هغه امنیتي وضیعت درک کوي چې قاضیان او څارنوالان په کې فعالیت کوي او د عدلي او قضايي ادارو د کارکوونکو هدفي وژنې غندي.
که څه هم د فساد پرضد عدلي مرکز وایي چې د فساد قضیو ته یې رسیدنه کړې، خو ملګري ملتونه یادونه کوي، چې دغه مرکز لا په لویه کچه د فساد په مخنیوي کې اغیزمن کار نه دی کړی او تر اوسه پورې یې هغه کسان د قانون منګولو ته نه دي سپارلي چې په ستر جرمونو کې ککړ دي.
د یادونې وړ ده، چې ګډ حکومت د جوړېدو له لومړۍ ورځې د فساد پر ضد مبارزه ټينګار کړی او په دې برخه کې يې یوه ځانګړې اداره هم جوړه کړې ده؛ خو څېړنو ښودلې چې حکومت په دې برخه کې پرمختګ نه دی کړی او لا هم په حکومتي ادارو کې په لويه کچه فساد شتون لري.



