غزني: د طالبانو په بريد کې يو قومندان اوشپږ عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د غزني ولايت سيميز چارواکي وايي، تېره شپه په ياد ولایت کې د طالبانو کمین کې د اردو شپږ سرتېري وژل شوی دی.

د غزني ولايت امنیه قوماندان “خالد وردګ” نن دوشنبه رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې دغو عسکر د کابل ـ کندهار په لویه لار د (نوغي) په سیمه کې ګزمه کوله چې د طالبانو له کمین سره مخ شول.

د “وردګ” په وينا، چې په يو جلا بريد کې تېره شپه د کابل ـ کندهار په لویه لار د شهباز په سیمه کې د سميزو پولیسو یو قوماندان هم د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

ياده دي وي چې ددې دواړو پېښو په اړه تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button