څارنوال حشمت عبیدي
د دروغجنو انسانانو کړنې تل د چل او فرېب او واقعیت څخه لرې او نمایشي وي چې اخر رسوا او شرمېدلي ثابت شي
ډاکټر غني یوازې هغو ماشومانو ته مينه ورکوي چې کورنۍ یې د پانګه وال اقتصادي نظام په برکت په الوتکو کې د سفر کولو توان لري خو هغوی چې په خپلو لرې سیمو کې کورونه نه لري او یا د کليو او اطرافو خوار و زار ژوند تېروي، برسېره پر دې د غني د حکومت الوتکو لخوا هم لکه د مخالفینو د ترحم وړ نه دي.
خو پوښتنه دا ده چې د پخواني شوروي اتحاد لاسپوڅي هم نن د همغې امریکا په لاړو لوند دیکتاتور څخه ملاتړ اعلانوي چې هغه مهال به يې اسلامپال ګوندونه د امپریالیزم او کپیټالزم پيروان بلل، نن د ولس همغه قاتلان د امریکايي پالیسیو او د امریکا په لاړو غوړ ډاکټر غني نه ملاتړ کوي ؟!
نو اوس هغو ته چې باور یې نه کاوه هم یقیني شوه چې دوی اصلاً د اسلام د مبین دین سره وران ؤ، نو ځکه يې پرون د شوروي او نن د امریکا لاسپوڅي دي او د خپلې پرونۍ ايډیالوژۍ خلاف او برعکس د کپیټالزم غلامان شوي دي!!
نو ځکه خو غلام طبيعتي خلک او هغه خلک چې ضمير يې پلورلی او خرڅ کړی وي او خپلو ديني او کلتوري معتقداتو ته ژمن نه وي نو دغه ډول خلک د وخت بچي دي او خپل له هر ډول حالاتو سره اوړي او رااوړي، يعنې په يوه حال نشي پاتې کېدی.
















