ګلبدین حکمتیار تیره اوونۍ قطر کې دطالبانو استازو سره کتلي دي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
یو شمېر معتبرو سرچینو خبر ورکړی چې د اسلامي حزب مشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند انجینیر ګلبدین حکمتیار تیره اونۍ په دوه ورځيني نا اعلان شوي سفر قطر ته تللی دی.
د طالبانو سیاسي دفتر ته یوې نیږدې سرچینې ویلي چې حکمتیار ددغه سفر په ترڅ کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه غړو سره په څو مهمو ناستو کې ګډون هم کړی دی.
د دغه خبر په اړه تر دې مهاله ډير جزییات نه دي ورکړل شوي؛ خو د حزب اسلامي ځینې غړو د دې خبر پخلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له درې ورځو راهیسې دطالب او امریکایي لوریو ترمنځ مذاکرات پیل شوي، تمه ده چې ژر توافقنامه لاسلیک، او بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي.



