ارګ کله په يوه او  کله په بله بڼه د سولې مخالفت کوي!!

غورځنګ

کله چې دامريکا او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مذاکراتو اوازې ګرمې شوې او بالاخره دواړه ډلې په قطر کې سره کېناستلې نو له هماغې ورځې ارګ د سولې پر وړاندې خپل مخالفت په مختلفو بڼو او اشکالو ښودلی دی، کله يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته لیک لېږلی چې طالب مشران دې ونيول شي، کله يې بيا ټرمپ ته داسې ليکونه استولي دي چې ګواکې په افغانستان کې جګړه ييز مصارف کموي خو ټرمپ يا امریکايي حکومت دې خپل نظامي عسکر له افغانستان څخه نه وباسي.

که څه هم له سولې سره دارګ دغه مخالفت هغه وخت لا پيل شوی وو کله چې د کابل اداره نوې منځته راغله، هغه وخت به چې کله هم له طالبانو سره د سولې خبره کېدله نو حامد کرزي به يې صراحتاً ممانعت کاوه کله چې بيا امريکا طالبانو ته په قطر کې د سياسي دفتر د پرانيستلو هوډ څرګند کړ نو لومړی مخالف يې کرزی ؤ، ځکه نو وايو چې اګر له لومړۍ ورځې له افغان سولې سره مخالفت کاوه.

له سولې سره د ارګ دغه مخالفت که څه هم په لومړي سر کې په مبهم او پټ ډول ؤ خو وروسته يې ورو ورو په ښکاره ډول پيل کړ او هغه پټ او مبهم څه چې د ارګ د مشرانو په زړونو کې وو په وروستيو کې يې په پوره ډول څرګند او ښکاره کړل.

داسې چې اوس ولسمشر غني په ډېر صراحت سره وايي چې په هيڅ صورت له جمهوريت څخه نشي تېرېدی او د جمهوريت ساتنه ورته سره کرښه ده، له جمهوريت څخه به په هر صورت دفاع کوي.

که څه هم ټول ملت په دې پوهېدلی چې ارګ او په ارګ کې ناست خلک د سولې کلک مخالفت کوي او اوس خو نو بيخي په ټول توان هڅه کوي چې د سولې روانې خبرې اترې سوتاژ کړي خو بيا هم په ارګ کې ناست خلک تل دا دعوا کوي چې ملت له دوی سره د جمهوريت په ساتنه کې مرسته کوي او په دې لاره کې يې زياتې قربانۍ ورکړې دي.

دغه شان ولسمشر غني د ارګ په نماينده ګۍ په وروستيو کې هم داسې څرګندونې کړي دي چې په ښکاره ډول د سولې په مخالفت کې واقع دي.

د مثال په ډول کله چې ټرمپ افغانستان ته په ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر راغی او ولسمشر غني هم نابللی ورغی، که څه هم د ولسمشر غني دغه ورتګ په افغانستان او بهر کې غبرګونونه درلودل خو په دې وروستيو کې ولسمشر غني په ډېر صراحت سره ويلي چې د ټرمپ پر راتګ خوشحال دی او د طالبانو پر ضد بايد جنګونه نور هم تېز شي.

چې د ولسمشر غني دغه وينا د افغانستان د هر اړخيزې سولې ضد بلل شوې، ولې چې په وروستيو کې تقريباً د هېواد په سلو کې ۸۵ وګړي سوله غواړي او په هېواد کې نور د تپل شوي او اوږدې جګړې پای غواړي او پاتې نور ۱۵ فيصده وګړي چې اکثره يا په اروپايي هېوادونو او يا هم نورو خارجي هېوادونو کې د اوسېدو لپاره زمينه ورته برابره ده نو ځکه خو جګړه خوښوي او دغه خلک  تقريباً ټول دولتي خلک بلل کېږي.

خو نور ټول ملت يا خو مطلق له ارګ سره مخالف دي او يا هم سوله غواړي. مګر د دومره فيصدۍ مخالفت باوجود هم ولسمشر غني او د ارګ نور اوباشان د ملت په خلاف جګړه غواړي او لا هم د ملت په وينو نه دي ماړه. او له امريکايانو څخه په خورا سپين سترګۍ غواړي چې پر افغان ولس خپلو وحشيانه بمباريو ته دوام ورکړي او افغان ولس د دوی د شخصي ګټو لپاره ووژني.

مربوطه مطالب

Back to top button