چک جمهوریت: په روغتون کې ډزو ګڼ کسان وژلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر يوې خبري ناستې ته دخبرو پر مهال ویلي دي چې د دغه هیواد په ختیځ ښار “استراوا” کې په يو روغتون کې د ډزو په پېښه کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پولیسو په وینا د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د “استراوا” ښار په مرکزي روغتون کې د ډزو له امله شپږ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور سخت ټپیان دي.

د را پورونو له مخې دغه پيښه نن سه شنبه سهار وختي د سیمې په وخت اووه بجې رامنځ ته شوې ده. د چارواکو په خبره د ژغورنې ډلې روغتون له ناروغانو تخليه کړی دی او پوليس د بريدکونکي په لټه کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button