لوګر: برکي برک کې د توپ مرمۍ لګېدو له امله ۴ ماشومان وژل شوي

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د لوګر ولایت، برکي برک ولسوالۍ په ده شيخ کلي کې د حکومتي ځواکونو د توپ مرمۍ لګېدو له امله څلور ماشومان وژل شوي دي.

د شېخ کلي اوسېدونکو نن د وژل شویو ماشومانو مړي د اعتراض په توګه د لوګر ولايت مقام ته وړي وو او دعدالت غوښتنه یې کوله.

اعتراض کونکو رسنیو ته وویل، هره ورځ په شپنیو چاپو، ړندو بمباریو او توپي انداختونو کې وژل کیږي، او د مظلومیت غږ یې څوک نه اوري.

داپه داسې حال کې ده چې وړمه شپه د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالۍ دکولیخېلو په کلي کې هم حکومتي ځواکونو یو کور په نښه کړی وو چې دماشومانو په ګډون سپین ږیرو او ماشومانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button