کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ‘پیري مایډون’ ویلي، چې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان کې ځنډ د خلکو د حقونو تر پښو کولو معنا لري.
نن په کابل کې د جګړې د قربانیانو د یاد په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ښاغلي مايډون وويل، چې ولس د ټاکنو پایلو ته منتظر دی او دا چاره د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کولو په مانا ده. نوموړي دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې ویلي چې په دې بهیر کې باید د بشري حقونو موضوع له پامه ونه غورځول شي.
اروپايي ټولنه داسې مهال د ټاکنو د پايلو په ځنډ انتقاد کوي، د ولسمشرۍ له ټاکنو دا دی دوه میاشتې تېرې شوې؛ خو کمېسیون لا هم د لومړنیو پایلو پر اعلانولو نه دی بریالی شوی. او دغه راز ځینې ټاکنیزو ټیمونو د کمېسیون کارونه د قانون خلاف ګڼلي او په ځینو ولايتونو کې يې د کمېسيون د کارونه مخه هم نيولې ده.
















