کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو دبدخشان ولایت په نسی ولسوالۍ کې دحکومتي ځواکونو او اربکي ملېشو پر وړاندې پرېکنده عملیات پیل کړي دي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه دیادو عملیاتو او پرمختګونو خبر ورکړی او لیکي《نن سهار د بدخشان ولایت نسی ولسوالۍ په مروبوطاتو کې د دښمن په خلاف عملیات پیل شول.
مجاهد زیاتوي، د شوریان په نوم مهمه دره بشپړه د دښمن له وجود څخه پاکه شوه.
۳ اربکیان قتل، یو شمیر ژوبل او د۳ قومندانانو په شمول۳۰ نور ژوندي ونیول شول》.
مجاهد ویلي چې د دې عملیاتو په نتیجه کې یې د ډېرو مهماتو ترڅنګ ۳۰ میله سپکه او درنه وسله هم تر لاسه کړې ده.
داپه داسې حال کې ده چې نن سهار راهیسې دباګرام هوایي ډګر ته یو شمېر وسله وال ننوتي چې د ۱۷ ساعتونو په تیرېدو لاهم مقامت کوي.
















