دکاندار د یو موبایل سره یو کیلو پیاز په ورکولو ټول موبایلونه خرڅ کړل

د هند په تامل ناډو ایالت کې یو دکاندار د موبایل خرڅولو نوی طریقي ډیر اقتصاد پوهان حیران کړي دې دکاندار سره ډیر موبایلونه ول په ټوله ورځ کې د ۱ څخه نیولې تر ۵ موبایلونو خرڅول خو ده دا ځل یو موبایل سره یو کیلو پیاز په ورکولو زیات موبایلونه په ډیر کم وخت کې خرڅ کړل.

په هند کې د سختو اورښتونو له امله پیاز کم شوي او اوس یو کیلو د ۱۰۰ هندي روپیو څخه پورته خرڅيږي، په دې طریقي سره هندي دکاندار هم ګټه وکړه هم ترې خلک خوشاله ول چې پیاز ورته په مفته لاسته راغلل.

د ایس ټي ار په نوم دکان چې خاوند يي رسنیو ته ویلي، ما غوښتل چې په دې سختو ورځو کې خلکو د پیازو ستونزه حل کړم او هم  ګټه وکړم نو د یو موبایل په خرڅولو یو کیلو پیاز هم ورکړم په دې وړانديز مې سوچ وکړ او بالاخره پکې کامیاب هم شوم.

مربوطه مطالب

Back to top button