(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۳، شنبه)
د اریک مارګوليس په نوم يوه امریکايي لیکوال په خپله مقاله کې په افغانستان کې د امریکا جګړه بې هدفه او درواغجنه بللې ده.
مارګوليس په خپله ليکنه يې وايي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو درواغو لپاره زرګونه افغانان وژلي، پر عامه ځايونو يې بمبارۍ کړي، د هغوی مسجدونه، کورونه او کلي يې د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي.
د لیکوال په وینا، په داسې حال کې چې د شوروي د جګړې ډيری جنګي مجرمین د امریکا تر څنګ ولاړ خو امریکايي نظاميانو د ترهګرو تر نامه لاندې پر طالبانو او د عامو افغانانو پر کورونو بريدونه ترسره کول.
په مقاله کې راغلی، چې اوسنیو حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې امریکا لسګونه زره افغانان، طالبان، امریکايي او د نورو هېوادونو عسکر په خپله بې هدفه جګړه کې وژلي دی.
امریکايي ليکوال، په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه د امریکايانو لپاره د شرم وړ بللې ده.
په وروستیو کې ډيری امریکايي بنسټونه، لیکوالان، ځينې چارواکي او آن عام امریکايان هم په افغانستان کې له جګړې سره مخالف نظرونه څرګندوي او له دغه هيواده د خپلو ځواکونو وتل غواړي.
تيره اوونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړل چې امریکايي پوځي چارواکو د دغه جګړې په اړه عامو خلکو ته درواغ ويلي چې له کبله يې په ټوله نړۍ کې د امريکا حکومت پر ضد منفي غبرګونونه راپاريدلي دي.


















