راین کراکر: افغانستان کې مو د ویتنام په څېر ماتې وخوړه؛ وخت رارسېدلی چې راووځو

کابل ټکى کام (شنبه، ۲۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر واشنګټن پوسټ ته په خپله مقاله کې د هغو اسنادو افشا کېدل ستایلي دي چې له مخې یې ویل شوي وو، امریکایي مشرانو د افغان جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویلي دي.

یاد ډیپلوماټ په خپله مقاله کې لیکلي، افغانستان د امریکا لپاره په دویم ویتنام بدل شوی دی، وخت رارسېدلي چې خپل ځواکونه راوباسو.

هغه زیاته کړې، امریکا باید په دې اعتراف وکړي چې افغان جګړه یې بایللې او په خبره یې؛ اوس له دې هېواده د سترتېرو د ایستلو وخت دی.

نوموړي څرګنده کړې، امریکا له دې سره سره چې پوهېده افغان جګړه بایلي خو بیا یې هم په دې بې مانا او ناپایه جګړه په میلیاردونو ډالر لګولي دي.

کراکر دغه راز زیاته کړې چې په دې هېواد کې د امریکا ډېرو لګښتونو فساد ته لار هواره کړې ده.

امریکا کې وروسته ترهغه دافغان جګړې په اړه غبرګونونو زور واخیست کله چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه اسناد افشا کړل چې پکې ویل شوي وو امریکایي حکومتونو ولس له دې خونړۍ جګړې ناخبره ساتلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button