خلیلزاد لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله غږېدلی

کابل ټکى کام (شنبه، ۲۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د افغان سولې لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی او پاکستان په افغانستان کې د دایمي سولې په راتګ کې ژمنتیا ښودلې.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه ته یې د افغان سولې په تړاو معلومات ورکړي او پاکستان ددې خبرو هرکلی کړی دی.

بل خوا، پاکستان کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، زلمی خلیلزاد د ډیسمبر پر ۱۳مه اسلام اباد ته تللی و چې هلته یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو حکومتي چارواکو سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د امریکا – طالبانو ترمنځ پر روانو خبرو هم بحث وکړ.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، “زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو، اوربند او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په تړاو د پاکستان د ملاتړ هرکلی وکړ.

دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ روانې خبرې د توافقنامې په لاسلیک راڅرخي، داخبرې اوس د طالبانو په غوښتنه د لنډې مودې لپاره ځنډیدلي تر څو دواړه خواوې وروستیو برخلیک ټاکوکنو اقداماتو ته تیاری ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button