د ثبات او همپالنې ټيم: په اووه ويشت ولايتونو کې دې د رايو بيا څارنه وشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۴، یکشنبه)
د ثبات او همپالنې ټیم وايي، چې د اووه ويشت هغه ولايتونو رايې دې له سره تفتيش او وشميرل شي چې د دوی ناظرانو پکې وجود نه درلود.
که څه هم د دغه ټيم مشر ډاکټر عبدالله دوه ورځې مخکې انتخاباتو کمېسیون ته په اوو ولايتونو کې په مشروط ډول د رايو بيا شميرلو او څيړلو ته اجازه ورکړه.
هغه وويل، (موږ په بغلان او نورو ولايتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته په دې شرط اجازه ورکوو چې کمېسیون به د تقلبي رایو له شمېرلو ډډه کوي).
د ثبات او همپالنې ټیم وياند فريدون خوزون وايي، د هغه اووه ويشت ولايتونو له ډلې چې د رايو شميرلو پر مهال د انتخاباتي ټيمونو ناظرينو وجود نه درلود، بيا شمیرلو ته اړتيا لري.
په عين حال کې د انتخاباتو کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي وايي، په اووه ويشت ولايتونو کې د بياشميرنې او څارنې بهير په قانوني شکل بشپړ شوی او هيڅ امکان نه لري چې بيا له سره تفتيش پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د شنبې په ورځ د ليندۍ په ۲۳ نيټه د ټاکنو خپلواک کميسيون وويل چې نن یکشنبه به په اوو پاتې ولايتونو کې د رايو شمېرنې بهير له سره پيليږي او د دغه بهير تر بشپړېدو د روانې اونۍ تر پایه به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.



