کابل کې د امريکا سفير: افغانستان کې شته فساد د ګڼو هیوادونو د مرستو مخه نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۴، یکشنبه)
په کابل کې د امریکا سفير جان باس وايي، په افغانستان کې پراخ فساد شتون لري چې دغه هیواد يې له بې باورۍ سره مخ کړی دی.
نوموړي نن په ارګ کې د فساد پرضد د مبارزې ملي کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، اوس مهال هم په افغانستان کې د شته فساد له کبله ګڼ مرستنديه هيوادونه مرستې نه کوي ځکه چې دوی باوري دي چې مرستې او پيسې يې د خاصو خلکو جبونو ته لويږي.
هغه وويل، که افغانستان کې د فساد مخه ونه نيول شي ښايي له طالبانو سره د احتمالي سولې تر راتلو وروسته هم ممکن مرستندویه هيوادونه مرستې ونه کړي.
جان باس وويل، چې امريکا به تل له افغانستان سره د فساد ضد مبارزه کې تر څنګ ولاړه وي خو زياتوي دغه هيواد کې هيڅ رښتونی بنسټ شتون نه لري چې د فساد پرضد مبارزه پر مخ یوسي.
نوموړی په داسې حال کې د فساد پرضد د مبارزې خبره کوي چې پرون واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته د امريکا د هوايي استخباراتي ځواکونو یوې افسرې چې افغانستان کې يې دنده کړې وه وويل: مونږ په خپله په افغانستان کې د اداري فساد په خپرولو کې مرسته کوله.



