کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د کابل ادارې مشر اشرف غني د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت او عامه نظم پولیسو ته د پخواني قوماندان جنرال زمري پایکن د سمدستي توقیف امر کړی.
غني، چې نن د یکشنبې په ورځ یې په پلازمېنه کابل کې د اداري فساد پرضد کلني کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې د نیونو نشتوالی په نړۍ کې د حکومت شهرت او سیاسي ارادې ته زیان رسولی دی.
ده زیاته کړه” د مجرمینو د نیونو نشتوالی هره ورځ د حکومت سیاسي شهرت زیانمنوي “دا د منلو وړ نده.”
غني د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د پایکن په ګډون دنورو مجرمینو د نیولو لپاره جدي اقدام وکړي، او هغوی ته باید دخپلو شومو اعمالو سزا واورول شي.

















