کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
له غور ولایت څخه ورکړل شويو راپورونو کې ويل شوي چې د دې ولايت په “دولتیار” ولسوالۍ کې طالبانو سره جګړه کې لسګونه دولتي عسکر وژل شوي دي او دولتي ځواکونو بیا په همدې سیمه کې په ولسي وګړو درنه بمباري کړې او مرګ ژوبله یې اړولې.
د غور ولايت د دولتیار ولسوالۍ په ‘سمک’ سیمه کې له پرون مازدیګره د شپې ناوخته د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ شخته نښته شوې چې۲۰ تنه دولتي عسکر پکې وژل شوي او ۱۰نور ټپیان دي.
په ځواب کې تېره شپه دولتي چورلکو په همدې سیمه درنه بمباري کړې، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د ۳۵ کورنه او ۲ مسجدونه هم ويجاړ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو او داخلي عسکرو له لوري نږدې هره ورځ د شپنيو چاپو او ړندو بمباريو په ترڅ کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.