کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ټاکنو کمېسیون چارواکي وایي چې له پنجشېر ولايت وروسته “سرپل” او “جوزجان” ولایتونو کې هم د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهير تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېد.
د ياد کمېسيون د دارالانشاء مشر “حبیب الرحمن ننګ” نن په پلازمينه کابل کې يوې خبرې ناستې ته د خبرو پر مهال وويل چې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتيش بهير پای ته رسېدلی او ښايي دغه بهیر د نن ورځي تر ماښامه تخار او فاریاب ولايتونو کې هم پای ته ورسېږي.
د “ننګ” په خبره په بغلان او بدخشان ولایتونو کې د ټاکنيزو محلونو د زیاتوالي له امله، ممکن هلته دغه بهير ژر خلاصه نه شي.
نوموړی زياتوي چې د رایو د بیا شمېرنې اوتفتيش د بهير په پای ته رسيدو سره به لومړنۍ پایلې اعلان شي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د ثبات او همپالنې ټاکنيزي ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بغلان ولايت کې خپلو پلويانو ته د خبرو پر مهال وويل چې په ۷ ولايتونو کې دې کمېسيون ته د رايو د بيا شميرنې اجازه ورکړي. خو د نوموړي په خبره د تقلب او درغليو له لارې اعلان شوې پایلې نه مني.