امریکا شمالي کوریاته: د اټومي وسلو په اړه مذاکراتو ته تیاری ونیسئ

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۲۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

له لنډې وقفې وروسته امریکا یو ځل بیا شمالي کوریا ته ویلي چې د اټومي وسلو پر سر راپورته شوي جنجال په اړه دې مذاکراتو ته دې را وړاندې شي.

د شمالي کوریا لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیون بیګان ویلي، شمالي کوریا دې تیاره وي، موږ خبرو ته تیار یو نو ښه به وي چې دا مسئله ژر تر ژره حل شي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې شمالي کوریا تازه اټومي او د توغندیو ازمویښتونه ترسره کړي دي او دا یې کامیاب یاد کړي دي.

ددې تر څنګ شمالي کوریا ویلي که امریکا په دوو اونیو کې تحریمونه لرې نه کړي، مذاکرات په سمه توګه مخ ته یونه سي نو په نوي کال کې دې له شمالي کوریا غوره ډالۍ ترلاسه کړي.

ښايي له ډالۍ د شمالي کوریا موخه د توغندیو توغول وي خو امریکا ویلي د شمالي کوریا هر ګواښ ته د ځواب لپاره تیار دي.

امریکا او شمالي کوریا د اټومي وسلو په اړه کابو یو کال چنې ووهلې؛ خو دواړه خواوې کوم توافق ته ونه رسېدل، اوس امریکا غواړي چې داخبرې بیا پیل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button