بادغيس کې په لومړي ځل د زعفرانو د پروسس مرکز جوړشو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د کرنې وزارت چارواکي وایي بادغيس ولايت کې د لومړي ځل لپاره د زعفرانو د پروسس مرکز جوړ شو.

د کرنې وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ياد ولايت په مرکز “قلعه نور” کې يې د زعفرانو د پروسس د مرکز د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي او ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرکز په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۸ کېلو ګرامه زعفرانو د پروسس وړتيا لري، چې په پرمختللو وسایلو سمبال دی. او د بسته بندۍ ټول وسایل هم په واک کې لري.

د کرنې د وزارت د چارواکو په خبره په دغه مرکز په جوړېدو سره به په بادغیس ولايت کې په معیاري ډول زعفران تولید او بیا به نړيوال بازار ته وړاندې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button