کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د لیبیا د پوځ د عمومي قوماندانۍ یوې پوځي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل، چې په پلازمینه طرابلس کې د جګړو پای ته رسېدل او له وسله والو ملیشو څخه یې خلاصون یوازې هغه مهال شونې ده، چې د طرابلس خلک د لیبیا د ملي فوځ ملاتړ وکړي.
هغه “العربیه تلويزون” سره خبرو کې څرګنده کړه چې د لیبیا پوځ او د طرابلس د خلکو شريکې هڅې به له پلازمینې بهر د وسله په شړلو او ماتې ورکولو کې ستر رول ولوبوي.
يادې سرچینې څرګنده کړه چې وسله والې ملیشې د ملکي وګړو کليو او کورونو څخه د نظامي مورچو په توګه ګټه اخلي ترڅو د لیبیا د پوځ لخوا د هدف ګرځولو څخه ځانونه وژغوري، او د ليبيا ملي پوځ د ملکي وګړو د ژوند او زیربنا ساتنې لپاره د وسلوالو په وړاندې د هر ډول درنو وسلو کارولو څخه ډډه کوي.
نوموړي د پلازمینې طرابلس په اوسېدونکو غږ وکړ چې د لیبیا د ملي پوځ تر څنګ ودریږي ، او هغه عناصر چې د دوی ژوند خطر سره مخ کوي، له پلازمينې څخه وباسي.
د يادونې وړ ده، چې په ليبيا کې د معمر القذافي په مشرۍ حکومت له راپرځولو وروسته حالات ترينګلي دي او د پلازمينې طرابلس په ګډون ډېرو سيمو کې وسلوالې ډلې واکمنې دي.


















