پاکستان: ځانګړې محکمې پروېزمشرف په اعدام محکوم کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن سه شنبه (دسمبر۱۷مه) يوې ځانګړې محکمې د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف ته د اساسي قانون د نقض او خیانت په تور په اعدام محکوم کړ.
د قانون له مخې پروېز مشرف کولای شي په يوه مياشت کې دننه د دې پرېکړې پرضد سترې محکمې ته مراجعه وکړي؛ خو ددې کار لپاره شرط دا دی، چې نوموړی پاکستان راستون شي او محکمې ته حاضر شي. مشرف دا مهال د دوبۍ په يو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د ۲۰۱۳م کال ټاکنو کې د (مسلم لیګ ن) ګوند تر بریا وروسته له قانون د سرغړونې په تور د مشرف پر ضد محکمه کې دوسیه ثبت شوې وه.
د يادونې وړ ده، چې په نوموړي د اساسي قانون ماتونې او خيانت ترڅنګ د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بينظر بهټو قتل کې د لاس لرلو او په لال جومات د پوځی عملياتو تورونه لګول شوي دي.



