چین: افغانستان کې هوايي بريدونو او شپنيو عملیاتو سره نا امنۍ زياتې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۶، سه شنبه)

په ملګرو ملتونو کې د چين استازی ژانګ جون وايي، په افغانستان کې د هوايي بریدونو او شپنيو عملياتو سره نا امنۍ زياتې شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې کړي.

هغه وويل، په وروستيو کې په افغانستان کې هوايي بريدونه او شپني عملیات زيات شوي چې له کبله يې نا امنۍ هم پراخې شوي دي.

ژانګ جون په په غونډه کې د خپلې وينا پر مهال غوښتنه وکړه چې بايد له افغانستانه څخه امریکايي ځواکونه و ايستل شي او پر ځای دې يې له دولتي ځواکونو سره مرستې زياتې شي.

دغه راز د چين استازي وویل، افغانستان سره بايد د سولې، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې مرستې او همکارۍ زياتوي افغانستان تر هرڅه لومړی سولې ته اړتيا لري چې چين په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تيار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په ياده غونډه کې د المان استازي کرېسټف هوزین وويل، چې هيواد يې په پوره قاطعیت سره د سولې د روانو خبرو ملاتړ او هر ډول همکاري کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button