د پلچرخي زندان څخه د یو بل دیني عالم جنازه هم ووته

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د لوګر ولایت دمرکز مربوط ملایانو دکلي اوسېدونکی ملاعبدالطیف بن ملاامین شاه چې له کلونو کلونو راهیسې دباګرام او پلچرخي زندانونو کې بندیوان وو، وفات شوی دی.

دعبدالطیف مشر ورور مولوي فضل الرحمن وایي، نوموړی په کال ( ۱۴۳۸ ھ ق) کې د یو چاپې پر مهال د ګډو ځواکونو له لوري ونیول شو او باګرام ته ولیږدول شو.

عبدالطیف له دوو کالو سختو کړاوونو وروسته پلچرخي محبس ته انتقال شو چې د سختو شکنجو له امله په ډول ډول مریضتیاوو مبتلا شوی وو.

د ملاعبدالطیف ورور چې کابل ټکي کام سره یې خبرې کولې زیاته کړه، ورور یې په پلچرخي کې دخیټې د هغې مریضتیا له کبله چې دګډوځواکونود تعذیب په نتیجه کې رامنځته شوې وه، د پولیسو اکاډمي روغتون کې آفریشن هم سو.

ده وویل، د مرحوم عبدالطیف مریضتیا لاعلاجه وه چې بالآخره له نږدې ۴ کاله سختو کړاوونو وروسته د ربیع الثاني میاشتې په ۱۷ مه نیټه له دې فاني نړۍ وکوچېد چې په ۱۸ نیټه دخپلو وارثانو له لوري خاورو ته وسپارل شو.

داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دبشري حقونو او نورو نړیوالو سازمانونو له لوري بندیانو سره دښه سلوک سپارښتنې شوي.
دپلچرخي له زندان څخه تردې وړاندې هم دلسګونو زندانیانو او دیني علماوو جنازې وتلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button