المان: په پوره قاطعیت د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ کوو

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

آلمان یوځل بیا د طالب او امریکایي مرکچیانو دمذاکراتو له پیل وروسته ویلي، په پوره قاطعیت د افغانستان دسولې له پروسې ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د المان استازي د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په قاطعیت او پوره قوت د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

ده زیاته کړې، افغان سوله دسیمې او نړۍ په مانا ده چې دوی په روانه پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

کرېسټف هوزین وایي د افغانستان اتلس کلنې لاس ته راوړنې باید وساتل شي او ټول باید افغانستان ته د سولې په راوستو کې همکار وي.

نوموړي ټينګار کړی چې آلمان د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دی او له نړیوالو هم غواړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ددایمي پای لپاره د سولې له روانو هڅو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده چې روسیې هم دطالب او امریکایي لوري وروستۍ موافقې په لاسلیک او تضمین کې هر راز همکارۍ ته تیاری ښودلی، راپورونه وایي، ښایي دا موافقه راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي.

مربوطه مطالب

Back to top button