کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
روسيې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې د توافق ضمانت ته چمتوالی وښود. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ‘ضمیر کابلوف’ په خبره طالبانو ترې غوښتي چې د سولې د هوکړې د لاسلیک پر مهال دې د روسیې استازي د ضامنانو په توګه رول ولوبوي.
د نوموړي په خبره د طالبانو یو شرط دا دی چې روسیه، چین، پاکستان او ایران به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ضمانت کوي.
کابلوف وايي اميد لرو، چې د افغانستان د سولې روانې خبرې ډېرې ژر يوې مثبتې نتيجې ته ورسيږي . او روسيه ددې پروسې د پرمختګ لياره هر ډول مرستې ته چمتو ده؛ ځکه چې افغانستان کې سوله او ثبات نه یوازې د مسکو، بلکې د ټولې سيمې اړتيا ده.

















