کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د سي ان ان له راپور وروسته دامریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر کمولو ته په اشارې ویلي، ښایي له طالبانو سره د سولې تر تړون مخکې په دې هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر کمول به هیڅ صورت د افغان ځواکونو د روزنې پر ماموریت او دغه راز له وسله والو سره پر مبارزې اغېز ونه کړي.
د امریکا دې لوړپوړي چارواکي دغه راز ویلي، له افغانستانه د وتونکو سرتېرو بل ماموریت د چین د نفوذ مخنیوی دی.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا یو مخکښ سناتور د روانې دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، دوی به د سولې پروسې ګړندي کولو لپاره په لنډه موده کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ژر راکم کړي.
افغانستان کې دامریکا روانې جګړې پر ضد وروسته ترهغه غبرګونونه راوپارېدل چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دامریکا درې حکومتونه د دې ماموریت په اړه خپل ولس ته په درواغ ویلو تورن کړل، او له امریکایې غوښتنه وکړه چې راونه بې هدفه مبارزه باید پای ومومي.


















