د واشنګټن پوسټ څرګندونې د طالبانو د ادعاوو تائيد کوي!!

څارګر احمدزی
کله چې امریکايانو پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو واکمني يې نسکوره کړه، نو طالبانو هم د دوی پر وړاندې څه موده وروسته مقاومت پيل کړ، که څه هم امريکايانو په لومړي سر کې د افغانستان د جګړې په اړه ويل چې طالبان مو بلکل تري تم کړل خو کله چې طالبانو خپل مقاومت د وخت په تېرېدو سره لومړی پيل او وروسته يې ورور ګړندی کاوه نو په کوم تدریج چې د طالبانو حملې او غلچکي بريدونه پراخېدل، په هماغه اندازه د امريکايي ځواکونو وارخطايي، تلفات او د مصارفو کچه هم ډېرېده او ورو ورو پرې د محاصرې کړۍ راتنګېده، خو امريکايانو هم له يوه داسې تخنيک څخه کار اخيستل پيل کړل چې خپل تلفات يې کم وښودل تر څو خپل ولس ته د جګړې په باب خپله بريا وښيي.
کله چې طالبانو د امریکايانو دغه ډول حرکت وليده نو په خورا ځراکت يې يوه احصائيه جوړه کړه، تر څو په دې طريقه نړۍ ته د امريکا تلفات وښيي او خلک ټول د امریکايانو له تلفاتو څخه خبردار شي.
دغه احصائيه په دې ډول وه:
طالبانو ويل چې افغانستان تقريباً ټول د ادارې وېش په لحاظ ۳۴ ولايتونه او دغه ټول ولايتونه بيا تقريباً ۳۶۵ خوا او شا ولسوالۍ لري.
په افغانستان کې داسې ولايتونه شته چې څوارلس يا پنځلس ولسوالۍ لري چې د هغو له جملې څخه يې يو هم کابل، ننګرهار او هلمند دي. او دارنګه داسې ولايتونه هم شته چې يوازې پنځه او شپږ ولسوالۍ لري، چې د هغو له جملې څخه لوګر او نور ولايتونه دي خو لنډه دا چې د ټولو ولايتونو ولسوالۍ تقريباً ۳۶۵ خوا او شا ته رسېږي.
هغه وخت چې د امریکايانو د يرغل لومړۍ ورځې وې نو په نږدې ټولو ولسواليو کې يې ګشت وګذر کاوه، يعنې په ټولو ولسواليو کې يې خپل مراکز جوړ کړي وو.
خو ټولې به نه حسابه وو بلکې له ۳۶۵ ولسواليو څخه به يوازې ۲۰۰ ولسوالۍ حساب کړو، يعنې داسې به وبولو چې امريکايان او ناټو ځواکونه په دوه سوه ولسواليو کې ګرځېدل، نو طبيعي ده چې په همدې دوه سوه ولسواليو کې به جنګ ؤ. په يادو دوه سوه ولسواليو کې ځينې داسې ولسوالۍ وې چې تقريباً په دوه يا درېوو ورځو کې يا هم هر ورځ يو امریکايي ټانګ د طالبانو د ماین خوراک ؤ، خو ځينې بيا داسې ولسوالۍ هم وې چې په مياشت يا لسو او يا هم په شلو ورځو يو امریکايي ټانګ د طالبي ماين خوراک کېده.
خو خير طالبانو په کال کې يو ټانګ حساب کړی ؤ يعنې په کال کې يو ټانګ د دوه سوله ولسواليو له جملې څخه په هره ولسوالۍ کې د ماين خوراک کېده چې د الوتو ټانګونو کلنۍ مجموعه ۲۰۰ کېږي، خو دا چې تر امريکايي يرغل دوه کاله وروسته جنګ زور ونيوه نو ځکه خو به دوه سوه ته په دولسو کې ضرب ورکړو چې د دولسو کلونو مجموعه يې ۲۴۰۰ کېږي.
ويل کېږي چې په هر ټانګ کې تقريباً شپږ نفره ښه ازاد کېناستی شي، نو ځکه خو طالبانو په هر ټانګ کې شپږ کسان حساب کړي وو، چې په مجموعي ډول په دولسو کلونو کې بايد ۱۴۴۰۰ امريکايي او ناټويي عسکر وژل شوي وي. دا خو يوازې د ماينونو چاودنې وې چې د امريکا او ناټو تلفات مرګ ژوبله يې دومره اندازه وښودله. خو که چېرته د طالبانو هغه سرتېري بريدونه وګورو کوم چې په امريکايي بيسونو او امريکايي مرکزونو تر سره شوي دي، نو د امريکا او ناټويي عسکرو مرګ ژوبله به تر شلو زرو هم ورواوړي.
خو دغه شمېره امريکايانو او ناټويانو ډېره کمه ښودله، يعنې امريکايانو خپل تلفات ۴۰۰۰ خوا او شا ښودل او ناټو هم په ډېره کمه اندازه ښودل خو د واشنګټن پوسټ د وروستنيو راپورونو پر اساس چې پکې ويل شوي وو: امريکايي عسکرو په افغانستان کې خپل تلفات له امريکايي ولس څخه پټ کړي دي؛ معلومېږي چې د امريکايي ځواکونو تلفات له هغو څو چنده زيات دي کوم چې امريکايان يې په رسمي ډول مني.
نو ځکه وايو چې واشنګټن پوسټ امریکايي رسنۍ د خپلو وروستيو څرګندونو پر اساس د طالبانو پورتنۍ احصائيه په غير رسمي يا غير مستقيم ډول تائيد کړه.



