د حامد کرزي په مشرۍ ګڼو سیاسیونو خلیلزاد او دهغه مذاکراتي ټیم سره کتلي

کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۲۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د کابل ادارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ ګڼو سیاسیونو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیده کاته کړي دي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې چې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس، د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر، محمد محقق او اسماعیل خان هم ګډون درلود، دواړو لوریو د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د ناستې ګډونوالو دغه راز د سولې برخه کې د خلیلزاد له هڅو د منني ترڅنګ ویلي، دوی هیله لري چې دا هلې ځلې به په هېواد کې د تلپاتې سولې او سراسري امنیت لامل شي.

خلیلزاد وروسته ترهغې پاکستان او کابل ته سفرونه وکړل، کله چې دواړو خواوو خپلو مشرانو سره په ځینې مواردو دمشورو لپاره مذاکرات متوقف کړل. داسې ویل کیږي چې راتلونکو څو ورځو کې به توافقنامه لاسلیک شي.

مربوطه مطالب

Back to top button