کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د بخښنې نړيوال سازمان (امنيسټي انټر نشنل) د پاکستان له پخواني پوځي مشر او ولسمشر پرويز مشرف په اړه د محکمې پرېکړه ستايلې او ويلي دي، چې نوموړي دې د ټولو جرمونو حساب وشي.
پرون سه شنبه(۱۷دسمبر) يوځانګړې محکمې پروېز مشرف ۲۰۰۷م کال کې د قانون ماتونې او غدر په تور د اعدام په سزا محکوم کړ.
ياد سازمان د محکمې د پرېکړې ستايلو ترڅنګ تور پورې کړی، چې پرويز مشرف په غيري قانوني وژنو، د غيري قانوني زندانونو په درلودو، له بشري حقوقو د سرغړونو او دغه راز نورو ډېرې جرمونو کې ککړ دی او بايد د دې ټولو حساب ورسره وشي.
د يادونې وړ ده، چې که څه هم د مسلم ليک ن په شمول سياسي ګوندونو او د بشري حقونو سازمانونو د محکمې پرېکړه ستايلې؛ خو د پاکستان ځواکمن پوځ بیا دا پرېکړه غندلې او محکمه يې تورنه کړې، چې نوموړي ته يې له ځانه د دفاع فرصت نه دی ورکړی.
















