سوريه: د روسي او ترکي ځواکونو بمبارد ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د سوریې د ځايي سرچینو د راپور له مخې روسي او ترکي هوایي ځواکونو د سوریې په شمال لوېدیځ کې د هوایي بریدونو له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د سوریې ملکي دفاع ، چې د سپینو هیلمټونو په نوم هم پیژندل کیږي، ویلي دي، چې هوایي ځواکونو د سوریې ادلیب ولایت ‘النعمان’ ولسوالۍ کې ګڼ شمېر کلي په نښه کړل او خلکو ته یې مرګ ـ ژوبله واړوله.
د يادونې وړ ده، چې په سوریه کې د سوريې د پوځ او روسي ځواکونو له لوري په ترسره شويو پوځي عملياتو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېر شمېر نور له خپلو سيمو کډې کولو ته اړ شوي دي.



