جوبایډن: افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د ډیرولو مخالف وم

کابل ټکى کام (جمعه، ۲۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال پرون د دیموکراتانو په یوه مناظره کې ویلي چې د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو له ډېرولو سره مخالف و.

بایډن زیاتوي، چې داسې یوې جګړې ته چې په هغې کې د امریکا بریا ناشونې وه د سرتېرو استول یوه لویه تېروتنه وه.

نوموړي دغه خبرې د واشنګټن پوسټ د راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي و چې امریکایي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه ملت ته ناسم معلومات ورکړي او ډېری مسایل یې ترې پټ ساتلي و.

بایډن ویلي زه هغه کس وم چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو له ډېرولو سره مخالف وم او دا مې لویه تېروتنه بلله.

امریکا کې دافغان جګړې دپای په پار هغه وخت غبرګونونه ډیر شول چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دې جګړې ځینې هغه پټ رازونه ښکاره کړل چې اتلس کاله له امریکایانو مخفي ساتل شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button