که اوربند تر سولې مخکې وشي ګټې او زیانونه به یې څه وي؟!

ليکوال: حماد نیازی
کله چې د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کاله کې طالبانو د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ، له هغه راوروسته کابل حکومت او امریکایانو په تکراري ډول له طالبانو د اوربند کولو غوښتنه وکړه، خو طالبان تر اوسه هم بیا ځلي اوربند ته اماده نه شول.
دوه ورځې وړاندې رسنیو د خليلزاد له قوله خبر ورکړ چې امریکایانو پر طالبانو دا شرط ایښی دی چې لس ورځې اوربند به کوي کنه مذاکرات به ودرول شي.
خو تر دې دمه پوري لا هم طالبان د اوربند کولو ته اماده نه دي.
امریکایانو تل هڅه کړې چې د دوی پر وړاندي پیل شوی مقاومت وځپي، دې لاره یې کې یې چې څه په وس پوره وه، هغه ټول امکانات یې پر کار واچول، هم یې زر او هم یې زور وکاراوه؛ خو نه یواځې دا چې روان مقاومت یې ختم نه کړ، بلکې برعکس دې مقاومت چې د طالبانو په رهبرۍ سره روان دی، لا زور ونیو او طالبانو وکولای شوای، د هیواد ډېره برخه ترخپلې ولکې لاندې راولي او تر بل هر وخت خونړۍ جګړې وکړې.
اوس امریکایان کوښښ کوي چې له نویو تکتیکونو کار واخلي، غواړي چې پر طالبانو ټولنیز فشار راولي، دوی تر خپله توانه هڅه کوي چې په طالبانو اوربند ومني.
که فرضاً د سولې د توافق تر لاسلیک کېدلو مخکې طالبان اوربند وکړي، دا به د چا په ګټه وي او زیانونه به یې چاته ورسیږي؟
دا چې امریکایان او کابل حکومت په پرلپسې ډول د اوربند غوښتنه کوي، دا ځای د شک وړ دی او له دې څخه معلوميږي چې دوی د اوربند تر شا شوم هدفونه لري.
که طالبان تر توافق مخکې اوربند وکړي، د دې اوربند ګټه به امریکایان او کابل حکومت یوسي، زیان به یې یواځې طالبان وویني.
لمړی: د اوربند په صورت کې به کوښښ وشي چې ښارونو کې حملې ترسره شې، ترڅو د طالبانو اتحاد تر سوال لاندې شي او نړۍ ته وښودل شي چې طالب مشران پر خپلو جنگیالیو کنترول نه لري، تر یوې رهبرۍ نه دې لاندې بلکې سره پاشل شوي دي.
دا حملې به ملي امنیت او سې آی اې په ګډه ترسره کوي او داسې ښکاري چې داسې حملو ته وار له مخه لا پوره تیاری نیول شوی دی.
آيا هغه سې آی اې او هغه ملي امنیت چې په یوه میاشت کې تر زرو زیات بمونه پر خوارو افغانانو باندې اوروي، له داسې بریدونو به ډډه وکړي؟ په تېره بیا به هغه صورت کې چې د طالبانو د بدنامي او د روان مقاومت د کمزوري کېدو سبب ګرځي.
ځینو امريکايي چارواکو لا وار له مخه ورته اعترافونه کړي دي، مثلا: د امریکا د کانګرس غړی مایکل والتز وایي طالبان باید اوربند وکړي، ترڅو معلومه شي چې پر خپلو جنگیالیو کنټرول لري کنه.
که څه هم د طالبانو خپل مينځي اتحاد ته به په دې کار سره زیان ونه رسیږي، خو دا چې رسنۍ د امریکا په لاس کې دې په کور دننه او دباندي به طالبانو ته له شک پرته ستر زیان ورسیږي.
دوهم: طالبان پر امریکایانو باندې د فشار راوړلو لپاره له جګړې پرته هیڅ هم په لاس کې نه لري.
کله چې اوربند کیږي او په عین حال کې خبرې هم روانې وي، څرگنده ده چې طالبان به له ضعیف موقف نه خبرو کې داخليږي او یو ډول تنزل به یې کړی وي.
په داسې حال کې به طالبان د مذاکرې پر مېز ډېره ګټه ونشي کړای، دې صورت کې به یا تاوان کوي او یا به له اوربند نه بیرته پر شا کیږي، څرګنده ده چې په دواړه حالتونه د طالبانو په زیان دې.
دريم: له اوربند څخه به امریکایان او کابل حکومت پوره تبلیغاتي ګټه واخلي.
لکه تېر ځل چې موږ ولېدل کابل حکومت په خورا سپین سترګی سره د طالبانو پر ځای اوربند پاکستان ته منسوباوه، دا ځل به هم ورته لوبه تکرار شي، رسنیو کې به پراخ تبلیغات وشي چې ګواکي دا پاکستان و چې طالبان یې اوربند کولو ته مجبور کړل.
همداراز د تېر په څېر به داځل هم د چارواکو له لوري تبلیغات وشي چې زرګونه طالبانو له جګړې لاس واخیست او حکومت ته تسلیم شول.
خو په دومره توپیر سره چې دا ځل به د یو منظم پلان له مخې تبلیغات وشي، دا تبلیغات به دومره ډېر وشي چې شاید د کشرانو طالبانو پر ذهنیت هم اغېز وکړي.
ښکاري همداسې چې دې نقطې ته پوره تیاری او تدابیر نیول شوي دي.
څلورم: دې کې شک نشته چې اولس له جګړې ستړی دی، هره ورځ او هر ساعت د امريکايي بمبار او امريکايي چاپو تر وحشت لاندي تیروي، که اوربند وشي او څو ورځې اولس هوسا ژوند وکړي، پرته له دې چې د اوربند بدو عواقبو ته متوجه شي شاید د اوربند اوږدولو غوښتنه وکړي.
رسنۍ به دې برخه کې هم پراخ خو منظم تبلیغات وکړي، وار له مخې لا د اولس تېرايستلو لپاره د سولې په نوم پروژې جوړې شوې دې، زه فکر کوم چې د اوربند په صورت کې به امریکایان وکولای شي چې د رسنیو او یادو پروژو له لاري اولس راپورته کړي ترڅو پراخ لاريونونه وکړي او له طالبانو د اوربند د تمديد یا بیا ځلې اوربند کولو غوښتنه وکړي.
طالبان دومره امکانات په لاس کې نه لري چې اولس د اوربند د تمديد له بدو عواقبو خبر کړي نو بناء مجبور به وي چې د اولس غوښتنه رد کړي، په داسې حال کې به د اولس او طالبانو ترمینځ ستر واټن پیدا شي، چې جبيره کول به یې ډېر وخت ونيسي.
او که فرضاً د اولس غوښتنه منل کیږي د طالبانو ټولې قربانۍ په سیند لاهو کېږي او قرار قرار دا مقاومت له مینځه ځي. خدای مه کړه.
تر سولې مخکې د اوربند غوښتنه یواځې د سولې پر وړاندې د خنډ جوړول دې او بس.
دا چې امریکایان په تکراري ډول د اوربند غوښتنې کوي، له دې ښکاري چې د امریکایانو اوړو کې شګه ده، نیت یې سم نه دی، لا هم کوښښ کوي چې سوله هم د یوې وروستۍ حربې په څېر وکاروي.
اولس باید تر سولې مخکې د اوربند بدو عواقبو ته متوجه شي او د پروژه یانو پر خوله باور ونه کړي.



