کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
تیره ورځ دمنور شاه په نوم د چټک غبرګون د قطعې یو افسر د پروان ولایت کې د طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.
د ياد ولايت امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو یوې امنیتي سرچینې په وينا چې د چټک غبرګون قطعې ياد افسر په پروان ولایت کې د طالبانو په یو کمین کې وژل شوی دی.
د دغه برید په اړه د پروان ولایتي چارواکو او طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
ديادونې وړ ده چې د پروان په لویه لار د باګرام دوسرکې ته تللي سرک ته طالبان زیاتره وخت راوځي او دولتي چارواکي په نښه کوي چې په دې وروستیو کې یې په ګڼ شمیر هدفی بریدونو کې لسګونه دولتي چارواکي وژلي دي.

















