مایکروسافټ راتلونکي کال کې د ویڼډوز۷ اپډيټ بندوي

مایکروسافټ په یو تازه اعلان سره ویلي، چې ددوئ مشهور اپریټنګ سیسټم وینډوز ۷ اپډيټ (تازه والې) او تخنیکي ملاتړ په دې وینډوز کې بندوي.
دغه شرکت زیاتوي، که څوک وینډوز ۷ د تجارتي کاروبار کې استعمالوي نو د هغوئ د حفاظت پر موخه به اضافي فیس جمع کوي.
د بهرنیو خبري اژانسونو د راپور سره سم وينډوز ۷ راروان ۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنورۍ د ۱۴ نیټې وروسته بندیږي او کارونکي نشي اپډيټ کولائ.
د یادونې وړ ده چې کوم اپډيټ د وینډوز د ساتنی لپاره وي هغه د هرې ورځې په تېریدو بدلیږي او دغه شرکت یې تازه تازه ددغې وینډوز کارونکو ته لیږي، که چیرې دغه اپډيټ بند هم شي وینډوز کار کوي، خو وینډوز به محفوظه نه وي، دا خبره هم باید اضافه کړو چې وینډوز خپل تر ټولو قوي اپریټنګ سیسټم وینډوز ایکسپي هم په ۲۰۱۴ کې بنده کړه د وینډوز ایکسپي د جوړیدو نه وروسته په ۲۰۰۹ کې وینډوز ۷ راووتله چې ډیره کامیابه وه خو وینډوز ایکسپي په نسبت ډیره درنده وه .



