کونړ: شلتن ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو ۳ تنه ملکي وګړي وژلي

کونړ: شلتن ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو ۳ تنه ملکي وګړي وژلي
کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د راپورونو له مخې تېره شپه د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې په پايله کې يې د دوو ميرمنو په ګډون درې تنه ملکي وګړي وژلي دي.
د کونړ ولايت دولتي چارواکو تر دې دمه د پيښې په اړه څه نه دي ويلي.
ياده دي وي چې په دې ورستيو کې د افغانستان په لر او برکې د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو چاپې او شپني عمليات ډېر شوي، چې له امله يي د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم د پام وړ زياتوالی راغلی دی.



