کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ګډ حکومت د اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ادعا کوي، په هغو ۲۷ ولایتونو کې د رأیو په بیاشمېرنه کې تقلب شوی، چې ددوی څارونکو په کې برخه نه درلوده.
ددغه ټاکنيز ټيم یوه غړي فضل احمد معنوي ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي، چې موږ په په دې هکله کره اسناد او شواهد لرو او د شکایتونو کمېسیون سره به يې شريک کړو.
نوموړي ویلي دي: “موږ کره معلومات لرو، چې په دې ۲۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پر مهال درغلۍ شوي دي. له همدې امله موږ په دې ولایتونو کې د درېیم ځل لپاره د رأیو د بیا شمېرنې غوښتنه کړې ده.
د ثبات او همپالنې ډلې د دې ادعا په ځواب کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي، چې په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او تفتیش د کورنیو او نړیوالو څارونکو په حضور کې شوی او تصمیم نه لري دغه کار له سره ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم دا ادعا داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون خبر ورکړ، چې په ټولو ولايتونو کې د رايو د بيا تفتيش بهير بشپړ شوی او د راتلونکې اونۍ په پيل کې به د ټاکنو لومړنۍپايلې اعلان کړي.


















