مارک ميلي: د شمالي کوريا د هرګواښ ځواب ته چمتو يو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د متحده ايالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، امریکایي ځواکونه د شمالي کوریا له لوري د هر ګواښ ځواب ته چمتوالی لري
د فرانس پریس خبري اژانس د خبر په اساس مارک میلي ويلي، چې شمالي کوریا له ډیر وخت راهیسې د خپلو ناوړه اهدافو د پټولو لپاره ګواښونه کوي؛ خو د نوموړي په خبره شمال کوريا د دوی تر څار لاندې دی او د هر ډول ګواښ ځواب ته یې پوره چمتوالی لري.
د ميلي په خبره موږ د خپل هيواد او ملګرو هېوادونو له ګټو څخه دفاع ته تیار يو او د هر ډول ګواښ د ځوابولو وړتیا لري.
د امريکا لوی درستيز داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې شمالي کوريا امریکا ته خبرداری ورکړی دی، چې که چېرته دا هېواد د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې جدي اقدامات ونه کړي نو دوی ورته د کریسمس لپاره تر ټولو غوره ډالۍ لري.
او دغه راز په دې وروستیو کې د شمالي کوریا له لوري د بالیستیک توغنديو ازموينو کې يوځل بیا زياتوالی راغلی.



