کابل اداره په سياسي تعاملاتو کې ولې ضعيف دريځ نيسي؟؟

غورځنګ
دا خو ښکاره خبره ده چې هره اداره د سياسي تحولاتو په اړه مختلف نظرونه او دريځونه لري خو دغه دريځونه او نظريات د خپلواکۍ او ناخپلواکۍ له اړخه ژور توپير لري، چې دلته به يې واضح کړو!
لومړی خو دا چې د معاملاتو په اړه د حکومتونه دريځونه دوه قسمونه لري چې يو قسم يې خپلواک دريځونه دي چې دا ډول دريځونه د خپلواکو حکومتونو يا نظامونو له خوا د مختلفو سياسي معاملاتو لپاره نيول کېږي، خپلواک نظامونه پکې خپل دريځ مستقل ښيي، نه پکې له چا وېرېږي او نه پکې د چا لحاظ کوي.
خو له بده مرغه په اسلامي نړۍ کې داسې هېواد نشته چې دغه ډول خپلواک دريځونه ولري او له خپلواک موقف څخه د کفري نړۍ په خلاف وغږېږي.
بل ډول يې بيا نا خپلواک دريځونه دي چې د دغه ډول دريځونه مثالونه ټول په اسلامي هېوادونو کې موندل کېدای شي، دا ډول دريځونه په هر ډول سياسي معاملاتو کې د بادار په خوښه نيول کېږي او داسې نيول کېږي، دغه ډول دريځونه په سياسي او نړيوالو معاملاتو کې په خپلواکه توګه نه بلکې د لويو ابرقدرتونو په خوښه نيول کېږي، چې اوس د دغو ابرقدرتونو له جملې څخه امریکا او اروپايي نړۍ ده، نو ځکه وايو چې د اسلامي نړۍ اکثره هېوادونه په خپلو هر ډول سياسي معاملاتو کې هغه دريځونه او تصميمونه نيسي کوم چې د امريکا په ګټه وي، دوی په سياسي دريځونو کې د خپل ملت او خپل حکومت ګټو ته نه ګوري بلکې د ا مريکا ګټې دوی ته مهمې دي.
کوم هېوادونه چې سياسي تعاملاتو کې ناخپلواک دريځونه لري، اکثره مستعمره هېوادونه دي، چې يا خو د پخوانۍ بريتانيا له لوري مستعمره شوي وو او اوس ځانونه نسبي خپلواکي لري، او يا هم اوس د امريک او ناټو له لوري مستعمره شوي هېوادونه دي.
کله چې دغه هېواد کوم سياسي تعامل کوي نو دريځ يې له ورايه ښکاري چې ضعيف او د بل په خوښه نيول شوی دريځ دی. او له خپل ملت څخه يې زياتې د خپل بادار ګټې په نظر کې نيولې دي.
د بېلګې په ډول به د خپل ګران هېواد افغانستان واکمن رژيم راواخلو!
دغه واکمن رژيم چې د امريکا له لوري په ۲۰۰۱ کال کې رامنځته شوی دی او امريکا پکې په خپله خوښه هغه خلک مقرر کړي دي کوم چې يا يې هم له امريکا سره د دوی په يرغل کې مرسته کړې وه او يا يې هم لږ تر لږه د امريکا يرغل تائيد کړی وي او امريکايي يرغل ته يې هرکلی ويلی وي.
نو ځکه اوس د کابل ادارې په هغو دريځونو کې چې د سياسي تعاملاتو لپاره نيول کېږي؛ د امريکا زور له ورايه ښکاري او هڅه پکې شوې چې امريکايي ګټې پکې خوندي کړي.
نو له دې امله وايو چې د کابل ادارې په دريځ کې د ضعيفيت عامل د امريکا باداري ده چې د کابل ادارې ته د بادار حيثيت لري.


