نبیل: ټاکنو کمیسیون د مشخص ټیم په پلویتوب پلان شوې او له درغلیو ډکې پایلې اعلان کړې
کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزه ډله وایي، ټاکنو کمیسیون د یو ټیم په پلویتوب د لومړنیو پایلو تر عنوان لاندې له درغلیو ډکې پایلې اعلان کړې دي.
نبیل زیاتوي، اعلان شوې لومړنۍ پایلې نه دوی او نه هم افغان ملت ته د منلو وړ دي، پکار ده په دې اړه یې غږ واورېدل شي.
د یاد ټیم له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې دغه راز، پر دولت ساز ټیم هم نیوکه شوې ده چې په وینا یې له دولتي امکاناتو یې په خپله ګټه کار اخیستی او بحران ته یې لار هواره کړې ده.
خبرپاڼه کاږي، دوی د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون څخه غوښتنه کوي چې په پوره بې طرفي پاکې او ناپاکې رایې سره جلا او د درغلیو اصلي عاملین عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.
نن له درې میاشتې سختو کړکېچونو وروسته دټاکنو کمیسیون دتېرو انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، له دې اعلان وروسته داجرایه ریس په ګډون ګڼو نوماندانو اعتراض وکړ، او کمیسیون یې دغني په ملاتړ تورناوه.



