عبداللطیف پدرام: کمیسیون په خپله دنده کې ناغیړي کړې؛ هیڅکله به پایلې ونه منم

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
له اجرایه ریس عبدالله عبدالله وروسته یو بل نوماند عبداللطیف پدرام هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې کمیسیون دخپلې دندې په اجراء کې ناغیړي کړې؛ پایلې به هیڅکله ونه مني.
پدرام زیاته کړې چې د هغه د رپوټونو په اساس چې دده څارډلو ورکړي، دی باید څلورم مخکښ نوماند وای، خو زیاتوي: “ښکاره ده چې دولتي کمېسیون پر خپلو دندو عمل ندی کړی.”
د ټاکنو کمېسیون د ټاکنډلو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وړاندې د ټاکنډولو د اعتراضونو په ځواب کې ټینګار کړی و چې دوی ته قانون لومړیتوب لري او د هیچا د غوښتنو پر اساس د ټاکنو قانوني بهیر مخته نه وړي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې وړاندې د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي ول چې نژدې ۳۰۰ زره رایې باطلې کړي.
دغې ټاکنیزې ډلې ویلي و چې ۳۰۰ زره رایې یا د بایومټریک معلومات نه لري او یا هم له ټاکلي وخت مخکې او وروسته اچول شوې دي.
خو د ټاکنو کمېسیون نن وویل دا رایې قانوني دي او داسې هېڅ سند نه شته چې په اساس یې دغه رایې باطلې شي.
د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې له نږدې درې میاشتې ځنډ وروسته نن یکشنبه د مرغومي په لومړۍ نیټه اعلان شوې چې دګڼو نوماندانو غبرګونونه یې راوپارول او دپایلو له منلو یې انکار وکړ.



