کندهار: خاکریز کې د حکومتي لوري په موټریز کاروان دطالبانو بریدونو مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

طالبانو د کندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ اړوند د شرغې  په سیمه کې  تیره ورځ دحکومتي لوري په موټریزکاروان بمي چاودنې او بریدونه کړي چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه یې ور اړولي دي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دې برید په نتیجه کې ۲شوبلې  دخښ کړی شويو ماینونو په مټ ویجاړي شوي  لږ شېبه وروسته په سیمه کې په پلي عسکرو هم چاودنه شوې چې دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتي.

اعلامیه کاږي، همداراز پرون غرمه ۱۱ بجې   دهمدي  کاروان یو رینجر موټر د خښ کړی شوي ماین په مټ  ویجاړ، ماسپښین۲ بجې  یوه شوبله، او پر ۳ بجې  یو کامازموټر دماینونو په مټ ویجاړ شول.

اعلامیه لیکي، په دې سربیره په پلي عسکرو هم چاودني ترسره شوي.
مازدیګر ناوخته ۴ نیمي بجې  یوه بله شوبله  دماین په مټ ویجاړه شوه او ماښام مهال ۶ بجې  په عسکرو دراکټونو او لیزري وسلو په مټ بریدونه ترسره شول، عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله  اوښتې.

ماښام ۷ بجې دحکومتي لوري یو بل کمازموټر  ویجاړ اوپکې سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

دیادوني ده چې  وړمه ورځ هم دسهار له لسو بجو بیا دماسپښین تر ۳ بجو پورې دحکومت دموټریزکاروان ۵ شوبلې ویجاړي، اوعسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مربوطه مطالب

Back to top button