شاعر: اکرام الدین مفتون
ځي له سنګره آن د عرش تر منارو اوښکي
په توره شپه د ببر سرو لېونو اوښکي
دلته بدرنګه خزانونه تم کېدلی نه شي
دلته توی کړي دي سپېڅلو پسرلو اوښکي
مظلوم امت ته پيغامونه د خوښۍ ورکوي
بندي طالبه ستا په څوکو د بڼو اوښکي
دا غلامان په دې خاطر چې بادار و خندوي
ډالۍ کوي ورته زموږه د بچو اوښکي
ستا د محل مخي ته مړ دی یو سوالګر ماشوم
یبلي پښې څيري ګرېوان او په لېمو اوښکي
دې بمبار شوې مدرسې ته یو څو مېندي راغلې
ډېري یې توی کړې په شلېدلو کتابو اوښکي
زه مي د خپل وطن ماشوم تصویر کې هم پېژنم
په وینو سور، زړې جامې په اننګو اوښکي
مفتونه! دا د خپل اولس ترجماني کومه
دا چې مدام انځوروم په کاغذو اوښکي